انصار (یکشنبه، د سنبلې ۲۶مه) د روسیې کورنیو چارو وزارت ویلي چې افغانستان لا هم د نشه يي توکو د تولید او قاچاق له اړخه د ټولیز امنیتي تړون په نامه د سیمه ییزې ټولنې غړو هېوادونو ته یو لوی امنیتي ګواښ دی.
د روسیې تاس خبري اژانس د دغه وزارت د چارواکو له خولې ویلي، چې که څه هم په افغانستان کې د تاریاکو تولید ۸۰ سلنه کم شوی، خو د مصنوعي نشه يي توکو تولید پکې پام وړ ډېر شوی دی.
د روسیې کورنیو چارو وزارت دا خبره داسې وخت کې کړې، چې وړمه ورځ د مرکزي اسیا هېوادونو په سرمشریزه کې هم له افغانستانه سیمې ته د نشه يي توکو او ترهګرۍ ګواښ ته اندېښنه وښودل شوه.
د روسیې د کورنیو چارو وزارت لخوا خپاره شوي بیان کې راغلي چې افغانستان کې تولید شوي مصنوعي نشه يي توکي د ټولیز امنیت تړون غړو هېوادونو ته راوړل کېږي.
بیان زیاتوي چې د طالبانو لخوا د کوکنارو پر کر کیله له بندیز وروسته د دا ډول نشه يي توکو تولید ډېر زیات شوی چې د دغه تړون غړو ته له امنیتي پلوه ګواښ دی.
دا له لسو ورځو کمه موده کې دویم ځل دی چې افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو د تولید په اړه اندېښنه ښودل کېږي.
تېره اوونۍ د جرمونو او نشه يي توکو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې څانګې ویلي وو چې افغانستان کې د دغه ډول نشه يي توکو تولید په ډېره لویه پیمانه مخ په زیاتېدو دی.
ملګرو ملتونو ویلي وو په افغانستان کې د میتامفیتامین، کرېستال یا شیشې تولید یو پراخېدونکی ګواښ دی.
دغه راز وړمه ورځ د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د مرکزي اسیا هېوادونو سرمشریزه کې وویل افغانستان کې د نشه يي توکو د تولید او د ترهګرو د فعالیت د پراخېدو له اړخه ډېرې اندېښنې لري.
هغه ویلي وو چې تېر کال افغانستان سره سرحدي سیمو کې ۵ ټنه نشه يي توکي کشف او ضبط شوي او دا شمېر د اوړم کال پرتله ۲۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
هغه د مرکزي اسیا هېوادونو له نورو مشرانو وغوښتل چې له افغانستانه د ترهګرو او نشه يي توکو د ور اوښتلو پر وړاندې مبارزې لپاره یو موټی شي.
طالبانو د روسیې د کورنیو چارو وزارت د دغو څرګندونو پر وړاندې لا څه نه دي ویلي، خو وړاندې یې ټینګار کړی چې د نشه يي توکو د تولید او قاچاق پر وړاندې یې بریالۍ مبارزه کړې ده.
دوی وايي هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/27038